ایکناخبری اژآنس د البوابه له قوله راپور راکړ ، په اردن کې د اسلامی بهیرونو یوه مشر ابراهیم المنسي پخپل ټولنیز پیغام کې وئيلي دي ، دحکومت له خوا دقانونی وضعیّت تر روښانه کیدا پورې له مخکې کومې اطلاع او خبریدا پرته اته شپیته قرآني مرکزونه تړل شوي دي .
د اردن د قرآن کریم دخوندیتوب د ټولنې داداري شورا غړي محمد زاخر المجالي هم ددغه خبر په غبرګونو کې ووئیل ، چې دغه مرکزونه ، په موقتي توګه تړل شوي دي او دا دوواړخیزو موافقو ته د اوقافو د وزارت دپابندۍ لپاره یوه مجالي فیصله ده ، دحالاتو ترینګلي کول دهیچا په ګټه نه دي ، مونږ ټول په یوه سنګر او مورچې کې یوو څو دقرآن کریم بیرغ وځړوو .
داپه داسې حال کې دي چې المنسي په دې باب ټينګار کړی دی چې د اردن د اوقافو د چارو وزیر محمد الخلایله ددغو ۶۸قراني مرکزونو فعالیت ، دغیر قانونی کیدا په دلیلونو درولي دي .
هغه د اردن د اوقافو وزیر ته په یوه لیک کې لیکلي دي ، عاقلانه نه ده چې قرآني مرکزونه په دې دلیل چې د تاسو ناڅاپي دستورالعملونه ئې اجرا کړي نه دي ،وتړل شي .
ددغه لیک په دوام کې راغلي دي ، ځیني کسان دې مینځګړیتوب وکړي او په اردن کې د ارزښتمن نظام په حق کې دغه ظالمانه فیصلې ودروي او ددغه بحران د لورو ترمینځ په خبرو اترو او د تعامل د فضا به رامینځةکولو سره دغه بحران حل کړي .